IQNA

 په مصر کې دالازهر د قرآن دحافظانو  ددرنښت لوي جشن(انځورونه)

16:39 - November 04, 2025
د خبر لمبر: 3491963
ایکنا -  د هغو یوزر دیرشو انجونو او هلکانو قاریانو  د درنښت جشن چې  شپږ سوه  ئې  د الازهر زده کونکي وو،دم صر په جیزه ولایت کې ترسره شو.

ایکنانیوز د الخلیج  له قوله راپور  راکړ، د الازهر  لوړپوړو عالمانو او مسئولانو په دغو دستورو کې شتون درلود  او دغه پيښه د الازهر  د شیخ احمد الطیب په څارنې سره  او د  امام  نومې اسلامی مرکز  په همت سره  په غمازة الکبری کلي کې د  درنښت د لوي جشن په توګه  ترسره شوه.

 الازهر پوهنتون  مشر سلامه جمه داؤد  د قرآن کریم  حافظانو او دهغوي  کورنیو ته په مبارکۍ وئیلو سره ټيڼګار وکړ چې  دالازهر رسالت ، د اسلام او مسلمانانو د میراث ساتل دي .

هغه زیاته کړه ، د قرآن حافظان له خاصو الهي بندګانو څخه دي  او قرآن کریم   د خدا وندمتعال   یو صفت او اسماء الحسنی یعني کریم له ځان سره لري.

داؤد روښانه کړه، هغه څه چې  اوس ئې شاهدان یوو ،د قرآن  د حفظ  او د نیوبی مقدس سنت په ساتلو مشتمل د الازهر د سیاست یوه حقیقی میوه ده.  

هغه ووئيل، اسلامی امت تر هغه مهاله چې د قرآن حافظان پکې موجود وي  ، یو همیشنه بریالی او محافظت شوی  امت دی.

دغه دستورې  د هغو غوره انجونو او هلکانو  حافظانو ته  چې د ټول قرآن کریم په حفظ کې بریالی شوي دي،   دعمرې د دوه سوه  لسو  سفرونو په نازولو سره  و دغه راز حافظانو ته د نغدو جایزو په ورکولو سره  پاي ته ورسیدې.

 

https://iqna.ir/fa/news/4314406

captcha